سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځني راډيويي وينا

کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو هيوادوالو، درنو خويندو او ورونو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته .
څو موده د مخه د نورې ويناپه څېر زموږ په هيوادکې هم دکوچنيانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه. د دې ورځې په مناسبت چې کوم بيانونه مخې ته راغلل؛په هيواد کې د بې سرپرسته کوچنيانو د حال او ورځې په باب تشويش ښکاره کړى دى. ددغو بې سرپرسته کوچنيانو د حال پوښتنه او ورته رسيده ګۍ زموږ ټولو وظيفه  ده .
ګرانو هيوادوالو!
زموږ په هيوادکې د ورستيو لسيزو واقعاتو، مهاجرتونو، بمبارۍ او تروريستي  حملو له امله ډيرې کورنۍ تباه شوې؛ د ډيروکورنيو کوچنيان پاتې شول چې اوس د هيواد په مختلفو ښارونوکې بې اثرې او بې سرپرسته ژوندکوي. د تعليم څخه محروم دي او د تربيې په برخه کې هم ډيروخطرو سره مخ دي.
حکومتي موسسات، خيريه موسسې، د اطفالو دحمايې مراکز او په تېره ټول هيوادوال د هيواد د دغو بې سرپرسته کوچنيانو په وړاندې مسووليت لري او دا بايد په ځان لازمه او ضروري وبولوچې ددغو ماشومانو د ژوند د ساتنې او د دوى  دحمايې او تعليم په چاروکې برخه واخلو.
خويندو اورونو!
په ټول هيوادکې موږ ډيرې داسې کورنۍ لروچې اقتصادي وضعه يې الحمد لله ښه ده. آباد دي اوکولاى شي يو، دوه دغه ټول محتاج او بې سرپرسته ماشومان وساتي، تعليم ورکړي او پرسر يې سيورى شي. مکتب ته يې وليږي او ژوند يې ور برابر کړي. دغه مرستې د دين او دنيا ګټې او زموږ  د وطن پالنې او بشر پالنې ښکارندوى دي. 
دغه راز موږ په ټول هيوادکې ملي تاجران او سرمايه دار لرو. ترهرچادمخه زموږ دټولنې د دې قشرڅخه دا طمه کيږي چې د خپل هيواد د دغه بې اثرې ماشومانوحال اغيزې ته په پاملرنه دوى ته د تعليم او د ژوندانه د سهولتو د برابرولوکومک او مرسته وکړو.
نوهم کيداى شي چې زموږ سوداګر، سرمايه دار، د هغوخيريه موسسوسره مستقيمې مرستې وکړي. د يتيمو، بې وسيلې او بې سرپرسته ماشومانودحمايې په منظور روزنتونونه جوړکړي، څو ددغه خيريه موسسو امکانات زيات شي او ډيرې بې سرپرسته ماشومان په خپلو روزنتونونوکې خوندي کړي .
درنو هيوادوالو!
که موږ دې ستونزې ته توجه ونه کړو؛ ښايي ډير بې سرپرسته کوچنيان مو بې تعليمه او بې سرپرسته لوى شي او يا خدايه مه کړه د جامعې په اوږو بار افراد ځينې جوړ شي.
سره د دې اوس په هيوادکې ٣٣ دولتي او٤٠غير دولتي روزنتونونو شته، تر ١٣٠٠٠زيات کوچنيان پکې روزل کيږي. مګر دغه اوسني  امکانات زموږ اړتياوو ته کفايت نه کوي. ځکه چې اوس هم د هيواد په لويو ښارونوکې بې اثرې کوچنيان شته. افغاني سره مياشت کې، خيره موسساتو اوخصوصا د اطفالو د حمايې دحکومتي موسسو غواړم چې په دې برخه کې خپلې هڅې پراخه کړي. څو د هيواد په هيڅ ګوټ کې بې سرپرسته کوچنى نا اميده، بې توجه او بې تعليمه او بې مکتبه پاتې نه شي. دا زموږ  لويه درنه ملي وظيفه ده. دا ټول د افغانستان بچيان دي او اولاد دي. توجه يې پر موږ حق دى. خداى دې وکړي په دې کې کاميابه شو او هغه چې د دې هيواد د شماومانو راباندې حق دي؛ هغه حق ور ورسوو.
تربلې وينا مو پرمخه ښه ښاد او آباداوسئ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته