ټولنه

دبادغيس دسبزک غاښې دواورې داورښت له امله تړل شوى دى .

کابل باختر د کب پنځمه :
دواورې له توپان سره يوځاى دواورې  دسخت اورښت له امله دهرات _ بادغيس  په لويه لاره کې دسبزک غاښې له پرون ماښام راپديخوا دترافيکو پرمخ تړل شوى دى .
  سيمه ئيز خبرځايونه وايي چې دسخت توپان له امله په څلورو ساحو کې  واوره هم ښوئيدلې ده چې له نيکه مرغه  دسرزيان يې نه دى اړولى .
په بادغيس کې دملي اردو امنيتي دريمې لوا قوماندان جنرال داود شاه وفادار دباختراژانس خبريال ته وويل: دواورې داورښت له امله  دسبزک غاښې  له دواړوغاړو بادغيس او هرات څخه تړل شوى دى اوشپاړلس سراچه موټرونه چې سپرلۍ يې ليږدولې په واوره کې بند پاتې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دملي اردو ځواکونو تيرماښام له هغو مسافرانو سره دمرستې لپاره چې په واوره کې بند پاتې  و، هلې ځلې وکړې او په نتيجه کې يې په واوره کې دبند پاتې شويو وسايطو پنځه اتيا تنه سپرلۍ چې ښځې اوکوچني ماشومان پکې دي وژغورل او دملي اردو قرارګاه ته چې دسبزک غاښې ته څيرمه ده وليږدول .
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمدقيوم انګار دباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي پوليسو ځواکونوهم په واوره کې  دبند پاتې شويو موټرو دسپرليو ژغورنې ته ورودانګل او تر تيرماښام پورې يې پنځه ويشت تنه سپرلۍ وژغورلې چې دپوليسو په امنيتي پوستو کې ځاى پرځاى شوي دي .
ده زياته کړه  څرنګه چې دساحې  له سيمه ئيزو مقاماتوسره تيلفوني اړيکې شليدلې دي اوښايي لاره ډير ژر پرانستل شي .
  ده زياته کړه چې امنيتي ځواکونو دسپرليو دسرپه ساتنې سربيره دهغوى دمالونو او شتمنيو دساتنې په لاره کې هم هلې ځلې وکړې .
  دبادغيس ولايت دفوايد عامې امرې انجنيرې مليحې وويل دفوايد عامې کارګران همدا اوس دسبزک دغاښې په بيلابيلو سيمو کې دواورې  په پاکولو بوخت دي او هلې ځلې کوي چې ډير ژر دغه غاښې دترافيکو پرمخ پرانستل شي .
دې زياته کړه له هغو ناڅيزو امکاناتو څخه په استفادې سره چې په واک کې يې لرو هلې ځلې کوو چې لاره ډير ژر پرانستل شي
انجنيرې مليحې وويل: له دوو ورځو راپديخوا په بادغيس ولايت کې دواورې اورښت دوام لري اودبادغيس  ولايت په مرکز قلعه نو  کې نيم متر واوره او په سبزک  غاښې کې يومتر واوره شوې ده .
په بادغيس کې  دسبزک غاښې له دوو غاړو بادغيس  او هرات ته لاره لري او زياتره مسافران دهرات له ولايت څخه له دغه غاښې  څخه په تيريدو سره دبادغيس  بيلابيلو سيمو ته تګ راتګ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته