امنیت

په نيمروزکې د يو افسر د وژل کيدو څرنګوالى څيړل کيږي

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
يو موټر چلوونکى افسر د نيمروز د والي د دوى د سپرلۍ له موټر څخه له مخکې کيدو وروسته پرون د لسګونو تنو په وړاندې په ډزو سره ووژل شو.
ځينو رسنيو خبر ورکړى دى چې دغه موټر چلوونکى افسر د نيمروز د والي د زوى  په ډزوکې وژل شوى دى .
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان جنرال دلاورشاه دلاور د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دې اړوند څيړنې پيل شوې دي.
ده وويل: دغه افسر د نيمروز د والي د زوى د موټر د يوې سپرلۍ له خوا وژل شوى دى؛ خو ويې ويل چې د يرغلګرو هويت لا تر اوسه پورې نه دى په ډاګه شوى.
د دغه بېګناه افسر وژنې هغه هم د نيمروز د والي د زوى د سپرلۍ له موټر څخه د مخکې کيدو په خاطر په خلکوکې زياتې نارې سورې پيداکړې دي.
د بشر د حقوقو مدافعو بنسټونو او مدني ټولنې د دغه افسر د وژل کيدو د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته