کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د نسايي او ولادي د يوه روغتون د جوړولو کار نن د اندراګاندي د روغتون په انګړ کې داجرايېه رياست دمرستيال انجينرمحمدخان ، دعامې روغتيا د وزير ډاکټر فيروالدين فيروز او د بيات د بنسټ ايښودونکي انجينر احسان الله بيات له خوا پرانيستل شو.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې ؛ دغه روغتون په څلورو پوړونو کې د سلو بسترو په ظرفيت جوړيږي او د ولادي او نسايي اوماشومانو ، د سترګو د تشخيصيې څانګه ، د ويني بانک ، دغوږ او ستوني څانګه ، راديو ګرافي او د سرطاني ناروغيو لپاره د تحقيقاتي کلينيک څانګې لري چې د بيات د بنسټ په مالي مرسته جوړيږي .
د اجرايېه رياست لومړي مرستيال انجينر محمد خان د دغه روغتيايي مرکز د جوړولو په لاره کې له احسان الله بيات څخه مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې انجينر احسان الله بيات ، د بيات بنسټ له لارې د خپلو مرستو ترڅنګ په هېواد کې د پانګې اچونې له لارې خلکو ته دکار زمينې هم برابرې کړي دي. چې د ده دغه کار نه يوازې کارموندنه زياتوي بلکي نور کورني او بهرني سوداګر هم په هېواد کې پانګې اچونې ته هڅوي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز د خلکو په استازيتوب د دغه روغتون د جوړولو په لاره کې د بيات بنسټ د مالي مرستې له امله مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې د بيات بنسټ تل د روغتونونو او کلينيکونو دجوړولو او د طبي وسايلو د تجهيزاتو په برخو کې دروغتيا له برخې سره همکاري کړې ده.
د عامي روغتيا وزير ډاکټر فيروز د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په تېره بيا د ميندو اونويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې دکچې د کمښت په لاره کې د دغه روغتون جوړول ګټور وبلل او ويې ويل ؛ چې دغه تخصصي روغتون په اساسي او معياري ډول او په پرمختللو طبي وسايلو سمبال جوړيږي چې د ولادي ، سترګو،غوږ اوستوني پيچلې پيښې به په کې په عصري ډول تداوي کېږي .
لکه څنګه چې تر اوسه پورې دميندو اوماشومانو روغتيايي مرکزونه جلا و او د دغه روغتون په جوړيدو سره به دلومړي ځل لپاره دميندو اوماشومانودرملنه په يوه روغتيايي مرکز کې ترسره کېږي .
ډاکټر فيروزالدين دغه راز ټينګار وکړ چې د عامې روغتيا وزارت هلې ځلې کوي څو هغو کسانو ته دپيچلو ناروغيو د درملنې زمينه برابره کړي چې د درملنې په خاطر بهر ته ځي او د شيخ زاهد په روغتون کې داعصابو دجراحۍ د مرکز جوړول د دغو هلوځلو يوه بېلګه ده.
له بله پلوه انجينر احسان الله بيات د دغه روغتون جوړول د ميندو اوماشومانو يوه مهمه اړتيا وبلله او ويې ويل ؛ دغه روغتون هغو ميندو ته د درملنې خدمتونه چې د اختلاطي زيږونونو له خطر سره مخامخې دي د تداوى خدمتونه وړاندې کړي او د بيات بنسټ دخپل جوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په مقصد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ١٣ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي او دغه راز د طبي وسايلو له پلوه يې هم د هېواد يوشمېر روغتونونه سمبال کړي دي . پاى ج ذ
0 2 دقیقې لوستل