
کابل، د وري ۷مه، باختر
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د ایران اسلامي جمهوریت له سرکنسول محمد صدیقي فر سره په کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي اړیکو پر پیاوړتیا ټنیګار وکړ.
د دغه کتنې په پیل کې صدیقي فر مولانا نور احمد اسلام جار ته د روژې مبارکې میاشتې د مبارکۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
ورته مهال مولانا نور احمد اسلام جار وویل، چې هر هغه اقدام چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.
نوموړي دغه راز د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ چارو د ګرندي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول یو مثبت ګام وباله.
لمر