امنیت

دنشه يي توکو ديارلس تنه قاچاق وړونکى په شل کاله بند محکوم شول

کابلباختر دزمري ١٦ مـــــــــــــه

دنشه يي تو کو ديارلس تنه قا چاق وړونکې دمسکرا تو اود نشه يي توکو له جرمونو سره دمبارزې د استيناف محکمې دقضا يي غونډو په ترڅ کې له اوو څخه تر شلو کلونو پورې د بند په مجا زاتو محکوم شول

 په هغې خبر پاڼه کې چې په دې اړوند د مسکرا تو اود نشه يي توکو له جرمونو سره د مبارزې  د عدلي او قضا يي ادارې له خوا باختراژانس ته رسيدلى ويل شوي دي چې محکومين دننګر هار ، بغلان ، قند هار ، هلمند اود نيمروز د ولايتونو او سيدونکى دي چې د هيواد پوليسو دبيلا بيلو ارګانونو له خوا نيول شوي او له هغوى څخه ټول ټال څلور سوه اووه اويا کيلو ګرا مه هيرو ئين ، يو زرو درې سوه اته کيلو ګرامه اپين ، پنځه سوه درې کيلو ګرا مه چرس او څه دپاسه شپږ کيلو ګرا مه مورفين کشف او ترلاسه شوي دي

دمسکراتو اود نشه يي توکو له جرمو نو سره دمبار زې د استيناف محکمې قضا يي هيات په قضا يي غونډو کې دغه ديارلس تنه له مسکراتو او نشه يي تو کو سره د مبارزې دقا نون د بيلا بيلو ماد و اود موجودو شواهدو له مخې د موظفو څارنوالانو اود مدافعو وکيلا نو په شتون له اوو څخه تر شلو کلو نو پورې دبند په مجا زاتو محکوم کړل .

 ددغو محکومينو په جمله کې په تندر قول اردو پورې اړوند يو بريد مل دپروان ولايت له نشه يي تو کو سره دمبار زې دپو ليسو له خوا چې له شمال څخه کا بل ته ليږدول کيدل هم ونيول شول .

پخوا  د نشه يي تو کو دقا چاقو ديوې شبکې مشر له خپلو څلورو تنو جرمي شريکانو سره دروان کال د زمري د مياشتې په اوومه  نيټه هريويې د مسکراتو اود نشه يي تو کو پرخلاف دمبارزې د ابتدا ئيه محکمې له خوا په اوولس اوولس کا له بند محکوم شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته