-کابل باختر د وږي لسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان پرون دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې ووژل شول .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دهلمند ولايت دناد علي ولسوالۍ د قلعه ګز په مربوطاتو کې دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دغه راز ددښمن اته کيلوګرامه اپين ، دوه موټرسايکلونه ، يوه پيکا او يوه اندازه مهمات دکوماندو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ