
کابل، د وري ۲۶ مه، باختر
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، چې د بلخ والي شیخ نور احمد اسلام جار د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې شیخ نور احمد اسلام جار وویل، چې د هرات سیمه ییزه اداره د هېواد د نافذو قوانینو په پام کې نیولو سره له ټولو ادارو، په ځانګړې توګه له ملي او نړیوالو موسسو سره همکاري کوي او له ټولو بنسټونو یې وغوښتل، چې خپلې بشري مرستې سیاسي نه کړي ترڅو خلکو ته اغېزمن او یو شان خدمتونه وړاندې شي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پلاوي وویل، چې د مرستو رسولو لپاره به لومړی زیانمنې سیمې په نښه او د اړتیا په صورت کې به د ښار او ولسوالیو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.
جهانیار