کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
د امريکا جمهور رييس دونالد ترامپ په يوه غونډه کې پرون انتخاباتي مبارزې په فلوريدا ايالت کې په رسمي ډول پيل کړې چې له راتلونکې اوونۍ څخه د زيات شمېر غير قانوني مهاجرو له ګواښ وروسته ترسره کېږي .
هغه په ټويترکې وليکل: مقامات به د ميليونونو غير قانوني بهرنيو اتباعو راټولول چې د مقرراتو پرخلاف امريکا ته راغلي دي، پيل کړي.
ترامپ په لومړنيو نظر سنجونوکې د ديموکرات ګوند له يوشمېر بالقوه نوماندانو څخه وروسته دى .
د امريکا جمهور رييس چې اقتصادي ښه والى، په سپينې ماڼۍ کې د خپل بيا حضور لپاره ښه دليل بولي، وويل چې هېواد به د هغه په مشرۍ ځلانده راتلونکې ولري.
ختم_ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ