امنیت

اووه ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
اووه ويشت وسله وال طالبان په قندهار کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ډنډ، پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو کې هغه وخت له هوا او ځمکې بريدونه وشول چې پر امنيتي پوستو د بريدونو په موخه راټول شوي وو.
په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو درې سيمه ييز قوماندانان او ٧ پاکستاني جګړه ماران شامل دي.
د ځانګړو ځواکونو عملياتو قول اردو او د قندهار پوليسو د رسنيو دفتر د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو نښتو کې د درېو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغو پوځي واحدونو تائيد کړه چې په وژل شويو کې د طالبانو اووه پاکستاني غړي هم شامل دي.
قندهار په دغو وروستيو کې د وسله والو طالبانو د زياتو فعاليتونو او شتون ډګر دى.
پوځي مقامات وايي چې په وروستيو مياشتو کې په قندهار کې يې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اړولى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته