امنیت

دڅه ناڅه ٧٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکو کشفول.

کابل – باختر د سلواغې د مياشتې ٦
دلوګر ولايت دملي امنيت ځواکونو نن ٧٠٠ کيلوګرامه چرس کشف او ضبط کړل.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه اندازه اوومه چرس دڅرخ ولسوالۍ د دوه لاري په سيمه کې دملي امنيت درياست دکارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
صالح زياته کړه :- ترلاسه شوي چرس ديوه دادسن ډوله موټر په واسطه دڅرخ له ولسوالۍ څخه غزني ولايت ته ليږدول کيدل چې دامنيتي ځواکونو دخاصو عملياتو له امله کشف او ضبط شول.
خو دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
خبرځاى زياته کړه :- چې له دغه موټر څخه ١٤بوشکې تيزاب هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته