امنیت

شپږ تنه ډاراچوونکي ونيول شول

کابل باختر دليندي ديرشمه :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون يوه شپږ کسيزه ډار اچوونکي ډله په قندهار ولايت کې ونيوله.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه شپږ کسيزه ډله ډار اچوونکي چې په تروريستي فعاليتونو، د ماينونو په ښخولو، په لويو لاروکې د تيلو په ټانکرونو په بريدونو او د دښمن ليکوته د ځوانانو په جلب اوجذب بوخت وو؛ په قندهار ولايت کې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول .
له دغوکسانو څخه اووه ويشت ميله ډول ډول وسله هم ترلاسه شوې ده.
په نيول شويوکسانو  د قندهار ولايت اوسيدونکى نقيب الله ، عبدالخالق ، عنايت الله، عبدالباري، احمدالدين او عبدالحکيم آغا شامل دې چې په لومړنيو تحقيقاتوکې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته