امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
دوه تنه وسله وال طالبان په هغې لومه کې لتاړاو ووژل شول چې خپله يې چمتو کړې وه.
په نيمروز ولايت کې پرون د هغه ماين د چاودنې له امله چې د طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د نيمروز ولايت د کنګ ولسوال جمعه خان د باختر اژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه وسله وال طالبان د خپل ښخ کړى شوى ماين د چاودنې قرباني شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته