امنیت

د وسله والوطالبانو د ډلې يو اووه کسيزه ګروپ ونيول شو

کابل باختر د کب اتلسمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو يوه اووه کسيزه ډله ډار اچوونکي په چاوديدونکو توکوبار يوه موټر سره په قندهار ولايت کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: په طالبانو پورې اړوند يوه اووه کسيزه ډله ډار اچوونکي چې په چاوديدونکو توکوبار له يو تونس ډوله موټر څخه په استفادې سره د جمهوري رياست  د ولايتي شوراګانو دنوماندانو د انتخاباتي  مبارزو په بهير په قندهار ښار کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو نيت درلود؛ لاس په لاس په چاوديدونکو توکو بار له يوه اګه ايس، يوه آر پي جي -٧توغندى، دريوتومانچو، له دولسو ريموټ کنترولونو او يوکرولا موټر سره ونيول شول اوپه دې ترتيب دقندهار ښار په حساسو سيموکې يې د ځانمرګو ډله ئيزو بريدونومخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته