سیاست

د بادغیس ولایت د قیصار الامان حلقوي سړک د رغونې د پيل تخنیکي چارې به د لړم میاشتې تروروستيو پورې بشپړې شي

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان کاري دفتر ته د فواید عامې د وزیرمحمود بلیغ په شمول په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت د خلکو استازي او د بادغیس ولایت په لسګونو تنه اوسیدونکي په دې خاطر را بلل شوي ؤ چې د قیصار الامان د حلقوي سړک د رغونې د څرنګوالي په باب د اړوندو ادارو له مسؤلینوسره خبرې اترې وکړي.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
د بادغیس ولایت اړوند د قیصار الامان حلقوي سړک چارې کابو ۱۲کاله وړاندې پیل شوې وې، خو د یوشمیر ستونزو له امله په ټپه دریدلې وي چې له څو ورځو راپدیخوا د بادغیس ولایت خلکو د باغیس په مرکز قلعه نو کې لاریوونه پیل کړل اوله مرکزي دولت څخه يې د قیصار الامان حلقوي سړک باندي ډير ژر دکار د پیلولو غوښتنه کوله .
په ولسې جرګه کې د باد غیس ولایت استازو تر څنګ د باغیس ولایت سپین ږیرو ، قومي مشرانو ، مدني فعالینو او ځوانان د اجرائيه ریاست د لومړي مرستیال دفتر ته په ورتګ سره د اجرائیه ریاست له هدایت سره سم ددوی د ستونزو د حل په خاطر د فواید عامې وزیر انجینیر محمود بلیغ، راوبلل شو او ددغه سړک د کار د پیل کیدو په څرنګوالي يې هراړخیزه خبرې وکړې.
په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت استازې میرمن صفیه ایماق د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وې ویل: د بادغیس ولایت دهیواد له یو لرې پرتو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د رغونې پروژې نه دې پلې شوي.
میرمن ایماق زیاته کړه : د بادغیس ولایت اوسیدونکو له څه مودې را په دیخوا د حکومت د نه پاملرنې او د ملي پروژو د نه عملی کیدو په غبرګون، چې یو یې هم ؛ د قیصار الامان حلقوي سړک د رغونې چارې په ټپه دریدل دي، لاریونونه پیل کړي دي چې له امله یې د دې ولایت خلکو او هټیوالوته مالي زیانونه اوښتي دي.
همدا راز په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي قاضي عبدالرحیم رهین د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمدخان څخه وغوښتل چې له اړوندو مسؤولینو څخه د دوی د ستونزو د حل په خاطر پوښتنې او ګرویږنې وکړي . او له لومړي مرستیال څخه یې وغوښتل چې د دې حلقوي سړک د پروژې د چارو په پلي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
له بلې خوا د فواید عامي وزیر انجینیرمحمود بلیغ وویل : هغه څه چې په دوی پورې اړوند دی خپل مسؤلیت کڼي او هڅه کوي چې خپل مسؤولیت ته په کتو سره اړوند کارونه په وخت تر سره کړي.
بلیغ زیاته کړه : له دې سره سره چې د بادغیس د خلکو مسلم حق دی چې خپل غږ پورته کړي خو په داسې مسائیلو کې یوازې د فواید عامي وزرات پریکړه نه کوي او نه یې په یوازې تو ګه د پلي کولو توان لري.
ده وویل : دا مسئله د ۱۳۸۴ کال را په دیخوا په یوه جنجالي پروژه بدله شوي وه چې د ولسمشر ، مالې وزارت ،او د آسایي پراختیایي بانک او د جمهوری ریاست اړوند د تدارکاتو کمسیون په مرسته وتوانیدو چې دغې ستونزې ته د حل لاره پیداکړو.
د فواید عامې وزیر د باد غیس ولایت خلکو ته وویل : چې د دې پروژې پیل به یې د خپل کار لومړیتوبونو څخه وي او ژمنه یې وکړه چې د قیصار الامان حلقوي سړک د رغونې چارې به د روان کال دلړم میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې بشپړې شي.
همدارنګه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د بادغیس ولایت د خلکو لاریونونه دهغوی حق وباله او د ننۍ ناستې او د فواید عامې له وزیر څخه يې د قناعت وړ څرګند ونو وروسته د ددغه ولایت د ولایتي شورا له رئیس حاجي ناصر نظري ته د ټېلېفون له لارې ډاډ ورکړچې دا پروژه به ډیر ژر پیل شي.
لومړي مرستیال د باغیس اوسیدونکو ته په خطاب کې وویل : د قیصار الامان حلقوي سړک رغونه نه یوازې په بادغیس پورې اړه لري بلکې داد هېواد په کچه دمهمو پروژو له ډلې څخه بلل کیږي .
انجینیرمحمد خان زیاته کړه : دا پروژه به د رسمی چارو تر بشپړیدو وروسته پیل شي او د باغیس ولایت استازو او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې دغه موضوع به خپله ګام په ګام څیړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته