ټولنه

په ګرديز ښارکې لومړنى تفريحي پارک پرانيستل شو

کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښارکې لومړنى تفريحي پارک پرانيستل شو .
دغه پارک دګرديز ښاروالۍ له بودجې څخه د درې ويشتومليونوافغانيو په لګښت د دولس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى .
ددغه پارک په جوړولوکې شنه ساحه، اوبه، د مراجعينو لپاره ميزونه اوڅوکۍ، څراغونه، ډولي ګلان ، ورزشي ډګرونه او رستورانت په پامکې نيول شوي دي .
دګرديز ښاروال آقامحمد سعيدي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پارک کې په يوه وخت کې په لسګونو کورنۍ ځاييږي .
دګرديز ښاروالۍ پارک په پکتيا ولايت کې لومړنى تفريحي پارک بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته