امنیت

شل طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
په هلمند کې۲۰ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول.
د غه جګړې تېره شپه په نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې ونښتې.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې چګړې هغه وخت ونښتې چې وسله والو طالبانو د پوځیانو پر پوستو او کاروان بریدونه وکړل.
قول اردو تایید کړې ده چې په دغو نښتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په هلمند کې د ۱۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته