ټولنه

سيلاونو دوه تنه ووژل او يوولس کلي يې ويجاړ کړل .

کابل د وري ٢٤ باختر
په غور کې دسيلا ونو  درا وتلو له ا مله دوه تنه ووژل شول او يوولسو کليوته زيان واوښت .
دغورد والي ويندوى عبدالحى خطيبى باخترا ژانس ته وويل چې په تيرو دوو ورځو کې دغور ولايت په تولک ولسوالۍ کې داورښتونو اودسيلاونو دراوتلو له ا مله يوه ښځه او يو نارينه ووژل شول .
يوه اونده خبرځاى وويل: دغو سيلا وونو په تولک ولسوالۍ کې يوولس کلي لا ندې کړي دي او په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه او په زرګونوميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي له منځه وړي دي
يوه اړونده خبرځاى وويل: ټا کل شوې ده ډير ژر دغور ولايت له مرکز  څخه يو هيئت ددغو سيلا و نو له ا مله درسيدلو تا وانونو دڅيړنې لپاره سيمې ته واستول شي چې له مصيب ځپلو کسا نو سره لا زمې مرستې وشي .
خبرځاى زياته کړه چې همدا اوس ديوولسو کليو اوسيدونکو ګاونډيو سيمو ته پناه وړې ده او په ډير بد حالت کې شپې سبا کوي، دوى له دولت او نړيوالو  مو سسو څخه د بيړنيو مرستو غو ښتنه و کړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته