فرهنګ

د قلم ورځ ونمانحل شوه

پل  علم باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ  رياست  له خوا د قلم ورځ ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې د لوګر د والي د مرستيال، مسوولينو او د فرهنګيانو په ګډون  د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه، د لوګر د والي مرستيال د قلم د اهميت په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ځوانان  د هېواد د راتلوونکې جوړونکي دي او کولاى شي د قلم په واسطه خپل هېواد جوړ کړي.
ده زياته کړه: قلم  د انسانيت لپاره يو ستر نعمت دى او اوسنى پرمختګ د قلم له برکته دى.
ده دغه راز د نن ورځې د ستونزو حل کوونکي په قلم پورې اړوند وبلل.
په پاى کې د لوګر د والي مرستيال څو ټوکه کتابونه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست عامه کتابتون ته ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته