امنیت

دهېوادپه جنوب کې له پوځي اکاډمۍ څخه د نجونوپه ګډون د سلګونو ځوانانو فارغېدل .

کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر :
د هېواد په جنوب کې له پوځي اکاډمۍ  څخه دنجونو په ګډون د سلګونو ځوانانو فارغېدل .
دغه ځوانان به له دې وروسته  د هېواد په پوځي  واحدونو کې دسرتېرو  اوافسرانو په څېر دنده ترسره کړي .
  د هېواد په جنوب کې  د قول اردو د رسنيو دفتر ديوې  خبرپاڼې  په خپرولو سره وايي: چې  په دې پړاو کې ٦٣٦ ځوانان د زده کړي په درې مياشتنۍ  پړاو کې د جګړې او نظام اساسات  زده کوي ، چې  په دوى کې ١٦ يې ځوانې نجونې دي
هغوى د فارغېدو په مراسمو کې په ډيرې  خوښۍ سره وويل: داچې  د هېواد د دفاع  په خاطر په پښو دريدلې  دي په ځان وياړي .
د دغو  ځوانانو  د فراغت  په مراسمو کې  د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال مير اسد الله کوهستاني  له هغوى څخه وغوښتل چې د هېواد د دفاع په لاره او د ډآراچوونکو په وړاندې پرمبارزې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
جنرال کوهستاني وويل :  چې دغه نوي پوځيان  به له  ډار اچوونکوسره په مبارزه کې د هېواد په جنوب کې مېشت شي .
ختم _ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته