ټولنه

د پنجشير عمومي واټ پرانستل شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د پنجشير عمومي واټ چې د دغه ولايت په شتل ولسوالۍ کې د سيلاوونو د راوتلو له امله اووه ساعته د ترافيکو پرمخ تړل شوى و؛ بيا پرانستل شو.
د پنجشير ولايت د فوايد عامې رييس حشمت الله حکيمي د باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: د دغه ولايت د فوايد عامې آمريت د منسوبينو په هلوځلو سره هغه شګې او ډبرې چې له غره څخه واټ ته ښويديلې وې؛ پاک شوى او له اوو ساعتو وروسته واټ بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شو.
اوس حالت عادي دى او وسايط له کوم خنډ پرته په واټ تګ راتګ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته