کابل / د چنګاښ ۲۸ مه / باختر
د خوست په لویه لاره کې د ۲۰۳ تندر قول اردو لومړي قرول ته څېرمه نن دوه چاودنې شوې دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې چاودنې په رینجر موټر پورې د نښلول شویو مقناطیسي ماینونو د چاودنې له امله رامنځته شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په چاودنو کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
پای/وصال
3 د یوې دقیقې څخه لږ