سیاست

په لغمان کې د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د تر لاسه کولو ۹۷ یمه کالیزه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٣١ مه
په لغمان کې د یوې پراخې غونډې او شاندارو مراسمو په ترڅ کې چې د هېواد د خپلواکۍ ۹۷ یمه کالیزه د ملکي او نظامي ادارو د مسوولینو، قومي او جهادي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له لوري ونمانځل شوه.
د لغمان له ولايت څخه باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۷ یمې کالیزې په مناسبت د لغمان مجاهد او په ټوله کې د افغانستان مېړني، خپلواک او په ازادۍ مین ولس ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ زیاته کړه ملي خپلواکي هغه ستر ارزښت دی چې موږ افغانانو تل د تاریخ په اوږدو کې د دغه ارزښت لپاره نه هېرېدونکې قربانۍ ورکړي.
ده د خپلو خبرو پر مهال د ستر غازي شاه امان الله خان او د وخت د غازیانو یووالي او کارنامو ته په اشارې ولسونو یو موټی والي، يووالي او د ملي وسله وال پوځ څخه پراخ ملاتړ ته راوبلل او تر څنګ یې په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د هېواد له ویجاړولو، د انسانانو د وینې له تویولو او نورو ورانکاریو لاس واخلي او زموږ سره یو ځای اوږه په اوږه د ابادۍ، پرمختګ او د ولسونو د هوساینې او ارامۍ لپاره کار وکړي.
وروسته په وار سره د ولایتي شورا استازي محمد ظاهر حسین خیل، د عالمانو شورا رئیس مولوي عبید الله الکوزي، قومي او جهادي مشر شامرد خان، حنیف الله شهاب او د وسله وال پوځ په استازيتوب د لومړۍ پلې لوا درستیزوال ډګروال محمد حسن کړوخیل په خپلو خبرو کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۷ یمې کالیزې د غازیانو په کارنامو، د ازادۍ په لار کې د افغان میړني ولس په قربانیو او سرښندنو د رڼا اچولو تر څنګ ولسونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته را وبلل او له خلکو یې وغوښتل چې په خپل پراخه حمایت د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکو او د خپلواکۍ د لارې د دغو دفاع کوونکو ملا ور وتړي.
د یادونې ده چې په دغو مراسمو کې د ملي وسله وال پوځ د جنرالانو، افسرانو او سرتېرو پر تقدیر سربېره د سلطان غازي بابا د ښارګوټي عمومي واټ ( د ملي وسله وال پوځ واټ ) په نوم د نومولو تر څنګ، د ترانو د بېلا بېلو ټیمونو له لوري د وطن د ازادۍ حماسې زمزمه او د ورزشکارانو له خوا ډول ډول نمایشونه هم نندارې ته وړاندې شول.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته