امنیت

د هرات پوليسو د داياک پروګرام ته وسلې وسپارلې

کابل باختر د زمري اوومه :
د هرات ولايت پوليسو شل ميله ډول ډول وسلې د داياک پروګرام ته وسپارلې .
د ٦٠٦ انصار ساحوي زون دقوماندانۍ داستخباراتو دلوى مديريت  د اوپراتيفي کار په نتيجه کې شل ميله وسلې چې دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي چې نن  د ٦٠٦ انصار  ساحوي زون دقوماندان  پاسوال محمد جمعه عديل ، په هرات کې د ملي پوليسو د روزنيز مرکز د قوماندان سمونوال الله نور محمدي، د داياک داستازي او ددغه زون دقوماندانۍ دمشرتابه هيئت په وړاندې د داياک  بهير ته وسپارلې .
  د انصار ساحوي زون قوماندان پاسوال محمد جمعه عديل د استخباراتو دلوى مديريت او پوليسو دمنسوبينو دهلوځلو او کړو وړو له امله مننه او قدرداني وکړه  او لارښوونه يې وکړه هلې ځلې وکړي چې  له غير مسوولو کسانو څخه  غير قانوني وسلې راټولې کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته