کابل/باختر/ د غبرګولي ۲۳ مه
د ملي امنيت د لوى رياست د خاصو قطعاتو منسوبينو په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو د تروريستي ډلې پر پټنځي هدفمند عمليات ترسره کړل.
د ملي امنيت ادارې مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي: د دغو عملياتو په پايله کې د طالبانو د تروريستي ډلې يوه زياته اندازه پوځي تجهيزات چې په کابل ښار کې د ورانکارو تروريستي بريدونو د ترسره کولو په موخه په يوه پټنځي کې ځاى پرځاى کړي و، په خپل وخت کشف او ترلاسه کړل .
ختم_ ف_ اکرم