فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دوه تنه مخکښې ښځې وستايل شوې .

کابل باختر دوري لسمه
په کابل کې ديوناما ادارې او دنارنج رسانه يي فرهنګي مرکز داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې دوه تنه ښځينه کارکوونکي دکال دمخکښو ښځو په توګه وستايلې .
دباختراژانس دکورنيوخبرونو آمره  ماري نبرد ائين  او دتصحيح او تدقيق مدير ه رخشانه علوي دهغو ښځو په  ډله کې وشميرل شوې  چې دافغانستان په ټولنيز او سياسي  ژوندانه کې دښځو دفعال او رغنده رول دڅرګندونو او تامينولو او دهيواد په ابادي کې دښځو دفعال اوبرخليک تاکوونکي مقام اوشتون په ښه څرګندولو کې يې کارنده رول لوبولى دى او په کابل کې ديوناما ادارې او دنارنج  درسانه يي فرهنګي مرکز له خوادکال دمخکښو ښځو په توګه دوى ته دستاينې لوحې ورکړاي شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته