امنیت

په هرات کې د اوربند له پاى ته رسيدو وروسته دطالبانو د سر دروند زيان

کابل/ باختر/ د چنګاښ د مياشتې ١٠
د اوربند له پاى ته رسيدو سره جوخت وسله والو طالبانو ته دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې  د سر دروند زيان اوښتى  دى .
په تيرو شپو کې  په سلګونه تنه وسله والو طالبانو د اوبې ولسوالۍ د کوه بند دکلي  په امنيتي پوستو  بريدونه وکړل  چې ددغو بريدونوپه نتنيجه  کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او شپږ تنه نور يې ټپيان شول چې مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي .
په وژل شويو کسانو کې دملا تاج مير په نامه  دوسله والو طالبانو يو سرګروپ  چې په شينډنډ ولسوالۍ کې يې فعاليت درلود، هم شامل دى .
دغه راز  د دښمن له خوا دپنځو ښخ کړاى شويو ماينونو په کشفولو او شنډولو برسيره  د دښمن   يو توغندى ويشتوونکى  او يوه مخابره  دامنيتي ځواکونو  لاس ته  ورغلې ده او دهغوى پنځه موټرسايکلونه  سوځول شوي دي  چې  دښمن له سختې ماتې وروسته  دبادغيس ولايت غرونو ته وتښتيدل .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته