سیاست

حامدکرزی د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته روان شو

کابل_باختر د غبرګولي دمياشتې١٩:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په مقصد، نن غرمه د یو جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ د قطر د شاهي هېواد پايتخت دوحې ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د هېواد جمهوررئیس به د امریکا او اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي او د سیمه يیزو او نړیوالو مسئلو په باب به د افغانستان لید لوری بیان کړي.
همدا راز حامدکرزی به په دې سفر کې د قطر له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.
د امریکا او اسلامي نړۍ نړیوال کنفرانس داځل د " یوې لسیزې ډیالوګ " تر عنوان لاندې د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا د ژمنې د بیا نوي کولو، د افغانستان او پاکستان د بدلونونو د لرلید او پرکورني او سیمه يیز امنیت باندې د هغه د اغیزو د څیړلو  په خاطر جوړیږي.
له جمهوررئیس حامدکرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، دسولې د عالي شورا مشر صلاح الدین ربانی، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته