سیاست

حامدکرزي د ” بل ګیټس فوندیشن” د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام له رئیس سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٦ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د " بل ان ملنډا ګیټس فوندیشن" د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام له رئیس ډاکتر وینګر سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه،  لومړی ډاکتر وینګر د نړۍ د ستر پانګوال بل ګیټس سلامونه او نیکې هیلې حامدکرزي ته و رسولې.
همدا راز ډاکتر وینګر د خوښۍ په څرګندولو سره حامدکرزي ته  په افغانستان کې د پولیو د پیښو د راټیټیدو  له امله  مبارکي وویله، وې ویل د نړۍ د هغو نورو هېوادونو په پرتله چې لا تراوسه پکې د پولیو پیښې لیدل کیږي، په افغانستان کې دغه پیښې ډیرې کمې شوې دي.
ډاکتر وینګر ډاډ څرګند کړ چې د دوی بنسټ به په افغانستان کې د پولیو پر له منځه وړلو سربیره د عامې روغتیا له وزارت سره د کتلوي معافیت (Routine Immunization) په برخه کې هم خپلې همکارۍ پراخې کړي.
حامدکرزي د " بل ګیټس فوندیشن" د بنسټ لخوا د پولیو پرخلاف مبارزه وستایله، ډاډ یې ورکړ چې افغانستان به دوی ته د هېواد په ټولو ولایتونوکې د فعالیت زمینه برابره او ټولو والیانو ته به یو ځل بیا لارښوونه وکړي چې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د " بل ان ملنډا ګیټس فوندیشن" په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي، د پولیو د له منځه وړلو او د کرنې د پراختیا لپاره کار کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته