فرهنګ

د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل/ باختر/ د وږي لومړۍ
د ببرک ارغند د مړینې له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان یو نامتو لیکوال اوفرهنګي شخصیت ببرک ارغند له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
ارواښاد ببرک ارغند په داستاني ادبیاتو کې ځانګړی مهارت درلود. د ده ګڼ آثار په داستاني ټولګو کې چاپ شوي دي. د مهاجرت په کلونو کې یې هم قلم له ګوتو ونه غورځاوه او د ادبي آثارو پنځولو ته یې دوام ورکړ. ده په خپلو لیکنو کې د افغانستان د خلکو دردونه او کړاوونه انځورول. د مهاجرت په کلونو کې یې ګڼ رومانونه ولیکل چې هر یو یې زموږ د هېواد په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ده مړینه یوه ضایعه ګڼي او د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت دعا کوي او کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر غواړي او همدارنګه د اروښاد له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان له فرهنګیانو او لیکوالو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګندوي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته