امنیت

د امنيتي ځواکونو د شهيدانو پنځه څلويښتو تنو پاتې وارثانوته د تحصيلي بورسونو ورکول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
ټاکل شوې ده په هرات ولايت کې د امنيتي ځواکونو د شهيدانو ٤٥ تنو وارثانو  په وړيا توګه د روسيې د ليسانس دورې له بورسيې څخه ګټه واخلي .
د هرات والي محمدآصف رحيمي د دغو بورسيو د استفاده کوونکو د ټاکلو د کميټې د غړو په غونډه کې د دغه بهير د بشپړشفافيت په تامينولو ټينګار وکړ او ويې ويل: په لومړي ګام کې دغه امتياز د هغو شهيدانو وارثانو ته چې ځانونه يې د هېواد د دښمنانو د ځپلو او د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې قرباني کړي دي؛ ورکول کيږي.
د هرات والي د دغه کميسيون غړو ته لارښوونه وکړه ترڅو د ملي اردو، ملي پوليسو  او د ملي امنيت د شهيدانو د کورنيو له جملې څخه په شرايطو برابر کسان په دقيق او شفاف ډول انتخاب کړي.                 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته