ټولنه

يوه ځوانه نجلۍ چې غوښتل يې ځان ووژني؛ وژغورل شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
يوه ځوانه نجلۍ چې د نامعلوم دليل له مخې د ځان وژنې اقدام کړى و؛ د ډاکترانو په هلوځلو سره وژغورل شوه.
دغه نجلۍ ١٨ کلنه ده او د زياتو درملو په خوړلو سره د ځان وژنې نيت درلود چې د روغتيايي پرسونل د هلوځلو له امله وژغورل شوه.
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول باختر آژانس ته وويل: ډاکتران د دغې نجلۍ د کولمو په مينځلو سره بريالي شول هغه وژغوري.
تراوسه پورې د دغه ځان وژنې علت معلوم نه دى.
د هرات پوليس وايي چې د دغې پيښې د څرنګوالي د معلوملو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته