خبرونهاقتصادTOP

د هلمند د سينديزې حوزې غصب شوې ځمکې له غصب څخه خلاصېږي

کابل، دتلې۲۹مه، باختر
د هلمند ولایت سیندیزي حوزې رئیس قاري عبدالهادي او کاري ټيم يې تېره ورځ د بولان اړوند هلمند سیندیزې حوزې ریاست له ملکېتونو څخه لیدنه وکړه.
د بولان په ساحه کې د ۶۰۰ جریبه په اندازه يو ښارګوټی شتون لري، چې د هلمند د سنديزې حوزې ملکيت دی او نقشه يې د تېرې ادارې پرمهال ترتیب شوې وه، خو د یو لړ ستونزو له کبله تر دې دمه نه وه وېشل شوې.
په دې لیدنه کې د یادې سیمې د خلکو سره له نږدې بحث او خبرې وشوې او خلکو د هر دول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې سيمه کې اوسمهال يو شمېر کورونه په خپل سري ډول جوړ شوي او ځینې برخې یې د زورواکو له لوري غصب شوې دي.
د هلمند د سیندیزې حوزې رئيس قاري عبدالهادي هادي او مل پلاوي له سيمې څخه تر ليدنې وروسته پرېکړه وکړه، چې د دې چارې لپاره به لومړی د عمومي رياست له لوري سروې ترسره شي او وروسته به یاده موضوع د هلمند ولایت مقام سره شریکه شي، تر څو د همکارو ادارو سره په همږغۍ یاده ساحه د پلان له مخي د غصب څخه خوندي او په قانوني او اصولي توګه اجرات ترسره شي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا