خبرونهامنیتTOP

د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر

‏د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۲۱ شهید افتاب رح فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ سرتېري عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

‏ملي دفاع وزارت ویلي چې په دغو مراسمو کې مسؤلینو پخپلو خبرو کې وویل کوم قوت چې ستاسو په وجود کې شتون لري د دې ملت د حفاظت او ساتنی لپاره یې وکاروئ او له خپلو هېوادوالو سره نیک چلند وکړئ، له هېوادوالو سره د ورورګلوی اړیکه ټینګه کړئ.

‏مسوولینو همدا راز زیاته کړه چې اوس موږ او تاسو په داسې ځای کې موقیعت لرو چې په تېر شل کلن اشغال کې پر مؤمنو افغانانو ډول ډول وحشتونه، چاپې او بمباردونه له دې ځای څخه رهبري کېدل نن موږ او تاسو ورباندې په ازاده توګه ژوند کوو.

ورته مهال یادو فارغانو نظامي مانورونه هم په عالي ډول ترسره کړل او ژمنه یې وکړه چې د خپلو وینو په بدل کې به له اسلام او هېواد څخه ساتنه کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته