اقتصاد

دافغان _ تاجک نفتي حوزه پريمانه طبيعي زيرمي لري .

کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه

  دافغان _ تاجک  نفتي حوزه نږدي نهه سوه شپږ څلويښت مليونه بيرله اوومه تيل او اووه تريليونه مکعب فوټه دطبيعي ګاز زيرمې لري .

 دامريکا دجغرافيايي  څيړنو مرکز په دى  وروستيو وختو کې اعلام وکړ دآمو سيند حوزه چې دچين دتيلو ملي شرکت دتيرکال  په مناقصه کې  له برياليتوب وروسته دهغو  داکتشافاتو اوګټې اخستنې کار په غاړه اخستي  نهه سوه دوه شپيته مليونه بوشکې داوومو  تيلو زيرمې او دوه پنځوس  تريليونه مکعبه فوټه طبيعي ګاز لري .  دبرتيش پطروليم  درپوټ له مخې، دافغانستان دطبيعي  ګاز زيرمې هم نهه پنځوس  تريليونه مکعبه فوټه ارزول کيږي  چې دعراق  دتثبتو شويو زيرمو نيمايي کيږي .

 داپه داسې حال کې ده چې افغانستان هلې ځلې کوي چې دبهرنيو پانګه والو  پام دافغانستان تر ځمکې لاندې زيرمو ته راجلب کړي .

له بلې خوا امنيتي ضمانتونه ددې فرصت برابروي چې بهرني پانګه وال  دافغانستان تر ځمکې لاندې له کانونو او صنايعو  سره علاقمندي پيدا کړي  .

 ددغه اصل له مخې ستر نفتي شرکتونه او له دې جملې څخه امريکايي اکسون  موبيل شرکت دافغانستان دتيلو  اوګازو زيرمو له اکتشافاتو اوګټې اخستنې سره مينه لري اوښايي زيات شرکتونه په دې برخه کې خپله لوالتياوښيي .

  دامريکا دجغرافيايي  څيړنو موسسي په  ٢٠١١ م کال کې  اعلام وکړ افغانستان نږدي يو مليارد نهه سوه مليونه  بيرله ناکشف شوي اوومه تيل لري .

 دغه راز دبرتييش پطروليم  شرکت په خپل نوى کلني رپوټ کې اعلام وکړ چې افغانستان دورځې د دوه سوه پنځوسو زرو  بيرلو تيلو دتوليد ظرفيت لري چې دې موضوع ته په پاملرنې سره به دافغانستان توليدات په کال کې نږدي نهه مليارده اوسل مليونه ډالره عايد ولري .

 برتيش پطروليم  په خپلو اټکلونوکې دافغانستان دګاز زيرمې هم نهه پنځوس  تريليونه مکعبه  فوټه اټکل کړى دى.

 دافغانستان دمرکزي بانک مقامات وايي افغانستان په کال کې دخپل اقتصاد دودې لپاره نږدي له شپږو څخه تر اوو ملياردو ډالرو پورې مرستې ته اړتيا لري او تر ځمکې لاندې  دزيرمو او کانونو پيسې کولاي شي  داقتصادي ودې لپاره ښه منبع وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته