مزارشريف باختر دسلواغې ٢٩ نيټه :
د بلخ ولايت په بلخ او چاربولک ولسواليو کې د ٥٠ بستريز او٣٠ بستريز روغتونونو د جوړولو کار پيل شو.
د بلخ د عامې روغتيا ريېس ډاکټر ميرويس ربيع د باختر آژانس خبريال ته وويل چې، په بلخ ولسوالۍ کې د يوه پنځوس بستريز روغتون ودانۍ او د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ديرش بستريز روغتون ودانۍ د يو ميليون درې سوه پنځوس زرو امريکايي ډالروپه لګښت د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
ده زياته کړه ؛ د دغې اوونۍ په پاى کې لس نورې روغتيايي پروژې هم د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې افتتاح کېږي.
د بلخ د عامې روغتيا ريېس وويل ؛ يوه لسيزه کېږي چې د بلخ ولايت اوسيدونکو ښو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسۍ پيدا کړى او دغه رياست هلې ځلې کوي، ترڅو د درملنې ښه کيفيت ، د درملو د ښه کيفيت او د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د خلکو قناعت ترلاسه کړي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل