اقتصاد

دکابل دسو دا ګرۍ اود ايران د همدان ولايت د سودا ګرۍ د خونو ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو

کابلباختردمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

دکابل دسودا ګرۍ او صنايعو د خو نې اود ايران د همدان ولايت دسودا ګرۍ د خو نې ترمنځ د همکاري تفا هم ليک په کابل کې لاسليک شو .

دباختر د اطلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې :

ددغه تفاهم ليک له مخې : دسودا ګرۍ د هيئا تو نو تګ را تګ په کابل اود ايران په همدان ولايت کې دسودا ګرۍ دګډې خو نې جوړول ، د تجارتي اړيکو پرا ختيا ، په کا بل او همدان کې دسودا ګرۍ د نندارتونو نو جوړول ، له همدان ولايت څخه کا بل ته او له کا بل ولايت څخه همدان ته دتجارتي مالونو او توليدا تو تبادله ترسره کيږي

تفا هم ليک د کا بل دسودا ګرۍ او صنايعو د خو نې عا مل مدير رحيم الله حميد اود ايران د همدان دسودا ګرۍ او صنايعو د خو نې رئيس لاسليک کړ .

 دغه را ز په دې غونډه کې د افغا نستان دسودا ګرۍ اوصنايعو د خونې د عا مل هيئات رئيس محمد قربان حقجو وويل: موږ د تجارتي اړيکو د پراختيا په تيره بيا ايران ته د افغا نۍ محصولا تو دصادرا تو د زيا تو الې او له افغا نستان سره د ايرا ني پانګه والو د علاقمندي هر کلي کوو. په دغو مراسمو کې په کا بل کې د ايران دسفارت تجارتي اتشه وويل : په کا بل کې ددغه هيواد سفارت په اسا نې سره افغا نۍ سودا ګروته تجارتي ويزه ورکوي

 دغه راز په ١٣٨٩ کال کې افغا نستان ته د ايران صادرا تو يو ملياردو دري سوه زرو ډالرو ته رسيدل ، په داسي حال کې چې په همدى کال کې ايران ته د افغا نستان صادرات دوه ديرش مليو نه ډالره دي .

دکا بل دسودا ګرۍ اوصنايعو د خو نې غړو دچهلستون ، تاج بيګ او دار الا مان د ماڼيو دبيا جوړولو په باب د کا بل ښاروالۍ دغو شتنې په ځوا ب کې پنځه سوه زره افغا نۍ دپښتنې بانک په حسا ب تحويلي کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته