امنیت

دوسله والو طالبانو د بريد له امله دوه تنه ملکي وګړي او دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
په هرات ولايت کې نن په يوې پوځي قرارګاه د وسله والو طالبانو دبريد له امله دوه تنه ملکي وګړي او دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
په دې پيښه کې د دوو تنو ملکي وګړو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغو دوو تنو يرغلګرو چې په ښځينه جامو سمبال و؛ په اوبې ولسوالۍ کې د پوليسو په دغې قرارګاه بريد وکړ.
ويل کيږي يرغلګرو لومړى په چل ول سره د پوځي قرارګاه په ساتوونکي ډزې وکړې او وروسته هغې ته ننوتل او له نورو پوځيانو سره يې په نښتې لاس پورې کړ.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف احمدي وايي چې يرغلګرو له بريد وروسته دتښتې لاره غوره کړه او هغوى د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى، خو سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان مسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته