امنیت

درې تنه وسله وال طالبان دماين ښخولو په وخت کې ووژل شول

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢١ :
درې تنه وسله وال طالبان پرون  په لوګرولايت کې   دماين دچاودنې له امله   ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه کسان  چې غوښتل  يې يو ماين دلوګرولايت  دبره کي برک ولسوالۍ  دقلعه لالک جومات ته څيرمه  ښخ کړي  ماين دځاى پرځاى کولو په وخت کې  وچاوديد او دوي ووژل شول .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو پرون   دوسله والو طالبانوله خوا دلغمان ولايت ددولت شاه ،. کندز ولايت دعلي آباد ، دميدان ورګو ولايت دميدان ښار ، دپکتيکا ولايت دشکين ، دهرات ولايت دشينډنډ اودهلمند ولايت دناوې او مارجې دولسواليو په  مربوطاتو کې ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډکړل او دڅو پيښو مخه يې ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته