
لښکر ګاه باختر د زمري ۶ مه
د ښځود چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ قمر نیازۍ د هلمند د ښځو دچارو ریاست د نوې سرپرستې ریېسې په توګه په دنده وګومارل شوه.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
په هغې غونډه کې چې د آغلې قمر نیازۍ د پېزندګلوۍ لپاره جوړه شوې وه، د هلمند د والي مرستیال مجاهد الله صفاري غونډې ته په پیلیزه وینا کې په نظام کې ادلون بدلون یو اصل وباله او نوې ریېسې ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .
په همدې حال کې نوې سرپرسې ریېسې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو او د ښځو دچارو د سمون د پالیسیو د تطبیق ژمنه وکړه .پای/وصال