امنیت

په فارياب کې د اتو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

– کابل / باختر/ د غويي د مياشتې ١١مه
د وسله وال طالبانو دوه تنه سرګروپان تېره شپه له خپلو شپږو تنوغړو سره يې په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د٢٠١ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دوه تنه سرګروپان قاري رحمت الله او ملا شيرمحمد له خپلو شپږو تنو غړو سره يې د دغه ولايت د شرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه: په دې نښته کې ١٣ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته