٣ – کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٩نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او د فلسطین ملي لوبډلې غړو سره چې د دوستانه لوبې په موخه کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل. دجمهورر ئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې لومړی د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګیر ورزش ته د جمهوررئیس د پاملرنې او د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ د دوستانه لوبې د اسانتیاو برابرولو له امله مننه وکړه.
وروسته د فلسطین ملي لوبډلې سکرترجنرال د افغانانو مېلمه پالنې څخه په مننې او د هېواد د خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د دواړو لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبې په مساوي ډول پای ته ورسېدې او په حقیقت کې افغان او فلسطیني ملتونه ګټونکي دي. نوموړي د افغانستان د تلپاتې سولې هیله وکړه وېې ویل، دې لوبو د سولې پیغام د فلسطین ملي لوبډلې سکرتر جنرال په فلسطین کې د دوستانه لوبو د ترسره کولو په موخه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه.
په دې کتنه کې لومړۍ مېرمن هم حضور درلود او د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د افغانستان او فلسطین د فوټبال لوبډلو ته د بریاو هیله وکړه. جمهوررئیس غني د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل: دواړه لوبډلې ګټونکې یاست او نن افغانستان د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د هرکلي ویاړ لري. هغه زیاته کړه، له اویا کلونو راپدېخوا د هرافغان زړه د فلسطین ملت لپاره تپېږي اود افغانستان خلک پرخپلواک فلسطین باوري دي. پاى ذکرالله