
کابل، د وري ۲۹مه، باختر
د هلمند ولایت د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د هر اړخیزې څېړنې په تړاو د سترو تړونونو د مشرتابه پلاوي ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د اوبو او انرژي، کلیو پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ، اقتصاد او ټولګټو وزارتونو د مرستیالانو، استازو او نورو اړوندو ادارو د استازو، د پروژې د تخنیکي مسؤلینو او د ۷۷ ترکي شرکت د استازي بوراک اونسال په ګډون ترسره شوه.
په ناسته کې د ټاکل شوې کمیټې راپور چې مخکې د مشرتابه پلاوي له خوا د نوموړي تړون د څېړلو په موخه ټاکل شوې وه، تر مطالعې لاندې ونیول شو او د تړون د بېلابېلو اړخونو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د قراردادي شرکت له استازي سره د همغږي په موخه د ځینو شته ننګونو او ستونزو د هوارولو په هکله په بشپړه توګه بحث او خبرې اترې وشوې.
د مشرتابه پلاوي غړو او قراردادي شرکت استازي هوکړه وکړه، چې د تړون د اړخونو او لا زیاتې مطالعې او په بېلابېلو عادي او غیر عادي حالاتو کې د هغې د پلې کولو په پار لا زیاتې څېړنې ترسره کړي، ترڅو په راتلونکي ناسته کې په دې اړه وروستۍ هوکړې ترسره شي.
افغانمل