-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې څو پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
په دغو پروژو کې د يوسړک جوړول اوپخول، د ويالو او پلګيو او د جلال اباد ښار د عبدالحق مينې په ساحه کې د يوپارک د کتارو درول شامل دي .
د ننګرهار د رسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې دغه پروژې د جلال اباد ښاروالۍ له خوا د دولس نيمو مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوي دي .
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ