امنیت

نهه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

دفراه ښار/ د لړم ٢٣مه / باختر : 
نهه وسله وال طالبان  په فراه کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او څلور   نور ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه  د بالابلوک ولسوالۍ  بازار ته څېرمه  د پوځيانو               له  خوا بريد وشو.
دهېواد په لويديځ کې  دظفر قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: په دې جګړه کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه په دې جګړه کې  د يو پوځي  ټپي کېدل هم تائيد کړ.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ دغه وسله وال طالبان  له موټرسايکلونو څخه په استفادې سره ديولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په ترسره  کولو بوخت وو چې پوځيانو پرې   بريد وکړ.
ويل  کېږي په دې  جګړه کې ملکي وګړو  ته زيان نه  دى اوښتى.
پاى   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته