امنیت

دملي دفاع په وزارت کې يوه غونډه وشوه

کابل باختر د وږي  نهمه :
دملي دفاع د وزير سترجنرال بسم الله محمدي په مشرۍ او ددغه وزارت  د مرستيالانو او د ستر درستيز د مسوولينو او د بېلابېلوڅانګو د رييسانوپه ګډون،  دملي دفاع وزارت دمشرتابه هيئت غونډه ددغه وزارت په مقرکې جوړه شوه.
د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې د ملي دفاع وزارت ستر درستيز رييسانو او مسوولينو چې دملي اردو د جزوتامونو د حالت د څيړنې په مقصد ددغه وزارت بيلابيلو ارګانونو ته موظف  شوي و؛ خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل .
ددغو مسوولينو په وړاندې شويو رپوټونوکې ويل شوي دي چې دملي اردو په جزوتامونوکې زياتره شته ستونزې په څو وروستيو مياشتوکې حل شوي دي او ددغوجزوتامونو سرتيرو، بريدملانو او افسرانو ته د ژوندانه زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي .
دوى په خپلو وړاندې شويو رپوټونوکې دملي دفاع وزير ته ډاډ ورکړچې د ملي اردو ځواکونه ددغه وزارت په بېلابېلو جزوتامونوکې په لوړې روحيې سره دافغانستان دخلکو دعزت او پت ددفاع په لاره کې هر راز کار اومبارزې ته چمتو دي.
له بلې خوا د هيواد دهوايي پوځ مسوولينو هم دهيواد د امنيت د تامينولو لپاره ددغه ارګان دتيارۍ په باب خپل رپوټونه دملي دفاع وزير ته وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ چې هوايي ځواکونه  هيواد ته د هر راز خدمت په لاره کې چمتو دي.
له بلې خوا هم دملي دفاع وزارت لوى درستيزستر جنرال ارکانحرب شير محمد کريمي هم په تيرو څو مياشتوکې دملي اردو پرمختګونو ته  اشاره وکړه او ويې ويل   چې ددغه وزارت د مسوولينو هلوځلو په دغو پرمختګونوکې اغيزمن رول لوبولى دى.
ددغې غونډې په پاى کې دملي دفاع وزير ددغه وزارت د منسوبينو مسووليتونو ته د اشارې په ترڅ  کې هغوى خپلووظيفوي مسووليتونو ته ځير کړل او لارښوونه يې وکړه چې د هيواد د امنيت د تامينولو په خاطر زياتې هلې ځلې وکړي.
دملي دفاع وزير دغه راز دهيواد د امنيت په تامينولوکې دملي اردو رول ډير مهم وباله او ويې ويل چې بايد د دغو ځواکونو د لازياتې پياوړتيا او ځواکمنۍ لپاره هرارخيزې هلې ځلې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته