خبرونهامنیت

د هلمند له مرکزي زندان څخه ۴۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

– کابل، د لړم ۱۹مه، باختر

د هلمند ځایي مسوولین وایي، چې د دغه د ولایت له مرکزي زندان څخه ۴۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان له څلور میاشتني زندان تېرولو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د هلمند د محاکمو سره د اړیکو آمر سمونیار سید محمد عثمان سادات د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد ۴۰ تنه په نشه یي توکو روږدي وو او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دې دمه یې څه باندې ۳ زره په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته خوشې کړي او لا هم په دې زندان کې شاوخوا ۹۰۰ تنه په نشه توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي، چې تر ښه صحت وروسته به خوشي کړل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا