امنیت

د داعشيانو له شتون څخه دننګرهار دڅو کليو پاکول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٩
په ننګرهار کې اتلس کلي د داعش د ډلې له افرادو څخه پاک شول .
داچين ولسوالۍ دغه کلي په وروستيو ٢٤ ساعتو کې او دځانګړو پوځي عملياتو په بهير کې د داعشيانو له شتون څخه پاک شوي دي دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو دځواکونو وياند محمد نعمان هاتفي دباختر آژانس خبريال ه وويل: پوځيانو دشاهين -١٨ په نامه دپوځي عملياتو په بهير کې وکولاى شول چې داچين ولسوالۍ ١٨ کلي د داعشيانو له شتون څخه پاک کړي .
ده وويل: په دغو عملياتو کې دوه تنه داعشيان وژل شوي دي او څلور تنه نوريې ټپيان شوي دي .
هاتفي وايي چې داعشيانو له شتون څخه پاکو شويو کليو کې امنيتي ځواکونه دپوستو په جوړولو لاس پورې کړى دى او هغه کورنۍ چې د داعش له ويرې څخه تښتيدلې وې بيرته خپلو کورنوته د راستنيدو په حال کې دي ويل کيږي چې دغه پوځي عمليات داچين ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دغه راز دوام لرى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته