ټولنه

دپروان په جيل کې پنځه تنه بنديان دقرآن حافظان شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
دپروان ولايت په جيل کې دپنځو تنو بنديانو دقرآن عظيم ا لشان له زده کړې اوحفظ وروسته د فضليت پګړى وتړل شوې .
دغو بنديانو قرآن عظيم الشان په دوو کلونو کې په دغه جيل کې حفظ کړي و.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دپروان ولايت دولايتي شورا رييس مولوي عبدالرحيم شاه اغا دڅرګندونوله مخې، دغو پنځو تنو بنديانو دخپلو دوو تنو استادانو په همکارۍ چې په خپله بنديان دي کلام الله مجيد په تجويد سره حفظ کړي دي .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ، په پروان  جيل کې دقرآن کريم دحفظ او تجويد ترڅنګ دنورو ديني مسلو لوست هم ورکول  کيږي.
دده دمعلوماتوله مخې، اوس په پروان  جيل کې سل تنه بنديان دليک لوست په زده کړه بوخت دي چې دلوست چارې يې ددوو تنو ښوونکو له خوا پرمخ بيول کيږي .
په پروان  جيل کې درې سوه  پنځوس تنه د بيلابيلو جرمونو له امله بنديان دي چې شل تنه يې ښځې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته