کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٥
دقندهار ولايت دغورک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمدمحسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو دځواکونوله خوا د قندهار ولايت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې د دغو عملياتوپه بهيرکې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ